غور: چهارسده  ولسوالۍپه مکمله توګه دمجاهدینو لاس ته ولویده

د غور ولایت د چهارسدې  ولسوالۍ انتقالي مرکز چې دمنګ په سیمه کې  جوړ شوی ؤ پرون مازدیګر په بشپړه توګه له ټولو ملحقاتوسره دمجاهدینو لاس ته ولویده خبرزیاتوي : پرون مازدیګر دیادي ولسوالۍ ولسوال ( عزت الله ، امنیه قومندان ( حبیب الله راجي) دکمانډویانو قومندان ( عباس) له  ۳۰ تنه کمانډویانو سره ، […]

د غور ولایت د چهارسدې  ولسوالۍ انتقالي مرکز چې دمنګ په سیمه کې  جوړ شوی ؤ پرون مازدیګر په بشپړه توګه له ټولو ملحقاتوسره دمجاهدینو لاس ته ولویده

خبرزیاتوي : پرون مازدیګر دیادي ولسوالۍ ولسوال ( عزت الله ، امنیه قومندان ( حبیب الله راجي) دکمانډویانو قومندان ( عباس) له  ۳۰ تنه کمانډویانو سره ، دنظم عامه قومندان ( فریدون )  داستخباراتو مدیر  له  خپلو ټولو  ۷۰ تنه پرسونل سره  دحقائقوپه درک کولو داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شول

مجاهدینو دنوموړو تود هرکلی وکړ او دایې ددین اوهیواد په ګټه کاروباله

نوموړو خپلي ټولي وسلې، تجهیزات اومهمات هم  داسلامي امارت مجاهدینو ته وسپارل

د نوموړو په یوځای کیدوسره  اوس دچهارسدې ولسوالۍ په مکمله توګه دمجاهدینو ترکنترول لاندي راغله

دیادي ولسوالۍ  اصلي مرکز ډېر وړاندي دمجاهدینو په لاس فتح شوی ؤ یواځي همدا دمنګ  سیمه پاتي وه چې دوی دلته د ولسوالۍ لپاره انتقالي مرکز جوړی کړی ؤ

2021/7/13