غزني ولایت پوهنې ریاست کې د یاد ولایت د خصوصي ښوونځیو له ټولنې سره جلسه تر سره کړه.

نن ورځ سه شنبه د غزني ولایت پوهنې ریاست دخصوصي ښوونځیو له ټولنې سره ګډه ناسته د تدریسي مرستیال مولوي عبدالقدیم محمد تر مشرۍ لاندې چې دپوهنې ریاست د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي صیب محمدعمر وثیق، ښوونیزي څارنې امر،د پلان عمومي مدیر او د انسجام او همغږۍ امریت د استازي په شتون کې […]

نن ورځ سه شنبه د غزني ولایت پوهنې ریاست دخصوصي ښوونځیو له ټولنې سره ګډه ناسته د تدریسي مرستیال مولوي عبدالقدیم محمد تر مشرۍ لاندې چې دپوهنې ریاست د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي صیب محمدعمر وثیق، ښوونیزي څارنې امر،د پلان عمومي مدیر او د انسجام او همغږۍ امریت د استازي په شتون کې ترسره شوه.
ناسته د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل او وروسته دخصوصي ښوونځیو دټولنې رییس خبري وکړي او يو لړ ستونزي او وړاندیزونه يې د پوهنې ریاست له رهبري سره شریکي کړې.
دخصوصي ښوونځیو د ستونزو او وړاندیزونو له اوریدلو څخه وروسته د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي عبدالقدیم محمد څرګنده کړه چې د پوهنې ریاست دخصوصي ښوونځیو څخه دحمایت په برخه کې د قانون په چوکاټ کې ژمن ده او له هغوئ څخه ملاتړ کوي.

۱۴۴۳/۸/۶
۱۴۰۰/۱۲/۱۶