غزني: نږدې ۶۰۰ اړمنو د کوچیانو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) په غزني ولایت کې د کلیو، بیا رغوني او پراختیار ریاست وايي چې د غزني په مرکز کې د WFP یا خوړو نړیوال پرګرام لخوا په ۵۵۹ بې وزلو د کوچیانو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. د غزني د کلیو، بیا رغوني او پراختیار رئیس مولوي محمد قاسیم امینی […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) په غزني ولایت کې د کلیو، بیا رغوني او پراختیار ریاست وايي چې د غزني په مرکز کې د WFP یا خوړو نړیوال پرګرام لخوا په ۵۵۹ بې وزلو د کوچیانو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د غزني د کلیو، بیا رغوني او پراختیار رئیس مولوي محمد قاسیم امینی وايي چې له هري ۵۵۹ بې وزلو کورنیو سره ۱۵۰ کیلو وړه، ۱۵ لیتره غوړي، ۱۸ کیلو لوبیا او یوه اندازه د مالګي مرسته ترسره شوي ده.

ښاغلی امینی زیاتوي، چې یادي مرستي د WFP یا خوړو نړیوال پرګرام لخوا او د غزني د کلیو، بیا رغوني او پراختیار ریاست په همکارۍ د غزني له مېشتو بیوزلو کوچیانو کورنیو سره ترسره شوي ده.