غزني مرکز کې ۳۹ د قرآن کریم حافظان او دیني عالمان فارغ ،سندونه یې ترلاسه ڪړل

نن دوشنبه د یاد ولایت مرکزساحه دارالعلوم حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما مدرسه کې د (۳۹) د دیني عالمانو او د قران عظیم الشان د حافظانو په سرونو دفراغت دستارونه دیولړ مراسېمو وروسته د خاتم المرسلین جامع جومات کې وتړل شول، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال مولوي رحمت الله نجیب، د بلخ […]

نن دوشنبه د یاد ولایت مرکزساحه دارالعلوم حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما مدرسه کې د (۳۹) د دیني عالمانو او د قران عظیم الشان د حافظانو په سرونو دفراغت دستارونه دیولړ مراسېمو وروسته د خاتم المرسلین جامع جومات کې وتړل شول، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال مولوي رحمت الله نجیب، د بلخ ولایت سرپرست والي مولوي قدرت الله حمزه او د یادولایت مرستیال والي مولوي سید محمد حنیف، علماء کرامو مسئولینو قومي مشرانو او سلګونو غزني ښاريانو ګډون کړى و.
د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال مولوي رحمت الله نجیب صیب علماءکرامو او د قرآن کریم حافظانو د فراغت له امله ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه د غزني ولایت اوسیدونکو ته مبارکي وویله او د لوی خدای (جل جلاله ) له دربار څخه یې د دوی د لا زیاتو پرمختګونو هیله وکړه.
د ملي امنیت لوی ریاست مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د غزني د ښاریانو زړورتیا او اتلولي وستایله او
هغه زیاته کړه: که د اسلامي امارت له لوري عمومي عفوه اعلان شوي نه وای، په وطن کې به د وینو سیلاب راوان وای او دوی ژمن دي چې د پخواني حکومت د عسکرو خوندي کول عملي کړي.
هغه وویل چې اوس مهال د پخواني حکومت ۵۰۰ زره کارکوونکي په اسلامي امارت کې په دندو بوخت دي او هیڅ ډول امنیتي ستونزه نه لري.
هغه د غزني پر ټولو اوسېدونکو غږ وکړ چې د هېواد د امنیت، پرمختګ ا په برخه کې له دولتي چارواکو سره همکاري زیاته کړي.
دغه راز په دې مراسېمو کې د بلخ والي مولوي قدرت الله حمزه صیب، د غزني د پوهنې رئيس مولوي منصور، د یادې مدرسي استاد مولوي عتيق الله، او يو شمېر ديني عالمانو د قران کريم د ارشاداتو په اړه ديني معلومات وړاندې کړل، د یادنې وړ ده چې د دغو دیني عالمانو او د قران کریم د حافظانو د فراغت په مراسېمو کې (۱۱) تنه د فقهې له تخصص،(۸) تنه د لوی دورې،(۱۶) تنه دقران کریم د حفظ له برخې، (۱۵)تنه دوړې دورې څخه فارغ شول یادو فارغانو د غزني د خاتم المرسلین په جامع جومات کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
مراسم فارغانو ته د سندونو او ډالیو په ویشلو او د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیدل

۱۴۴۳۸/۱۱
۱۴۰۰/۱۲/۲۳