‏ غزني: لسګونه تنن معلولین د حرفوي زده کړو له ښوونېز مرکز څخه فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲) په غزني کې د سوېډن کمیټې سیمه ییز مسئولینو وایي چې د دغه کمیټې د معلولیت لرونکو اشخاصو د حرفوي زده کړو له ښوونیز مرکز څخه ۵۴ تنه د معلولیت لرونکي ښځینه او نارینه له حرفوي زده کړو فارغ شول. د دغه کمیټې د چارواکو په خبره، په فارغ شویو د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲) په غزني کې د سوېډن کمیټې سیمه ییز مسئولینو وایي چې د دغه کمیټې د معلولیت لرونکو اشخاصو د حرفوي زده کړو له ښوونیز مرکز څخه ۵۴ تنه د معلولیت لرونکي ښځینه او نارینه له حرفوي زده کړو فارغ شول.

د دغه کمیټې د چارواکو په خبره، په فارغ شویو د معلولیت لرونکو کسانو په ډله کې ۲۴ تنه ښځینه او ۳۰ تنه نور یې نارینه وه، چې د غزني او پکتیکا ولایاتو اوسېدونکي دي.

د دوی په خبره، یادو د معلولیت لرونکو کسانو په اتو میاشتو کې، د ښځینه او نارینه خیاطي، د ښځینو آرایش، د سولر ترمیم، فلز کاری او د نجاري زده کړي ترسره کړي او نن دوی خپل د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
پرږګرام کې له حرفوي زده کړو فارغ شویو کسانو ته د هري حرفي لازم وسایل هم ووېشل شول، تر څو دوی په راتلوونکي کې وکولای شي ځان ته کار وکړي او د خپل کور نفقه په زده شوي حرفې باندي پیدا کړي.