غزني: د څه باندي ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا ۱۸ پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۸) نن سه شنبه مخکې له غرمې په غزني کې د برېښنا ریاست مسئولینو د ۴۹ میلیونه ۳۳۸ زره ۳ افغانیو په لګښت، د برېښنا رسونی ۱۸ ترانسفارمره ګټي اخیستني ته وسپارل. د غزني حوزوي برېښنا رئيس قاری صلاح الدین توکلي وايي چې یاد ۱۸ ترانسفارمره چې د ۳۳۰۰ کیلوولټ برېښنا د وېش […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۸)

نن سه شنبه مخکې له غرمې په غزني کې د برېښنا ریاست مسئولینو د ۴۹ میلیونه ۳۳۸ زره ۳ افغانیو په لګښت، د برېښنا رسونی ۱۸ ترانسفارمره ګټي اخیستني ته وسپارل.

د غزني حوزوي برېښنا رئيس قاری صلاح الدین توکلي وايي چې یاد ۱۸ ترانسفارمره چې د ۳۳۰۰ کیلوولټ برېښنا د وېش ظرفیت لري د سره طلیب یاICRC له لوري یې مالي لګښت پرې شوی او ۲ زره ۵۱۴ کورنۍ د برېښنا له رڼا څخه برخمن شول.

د یادو پروژو د ګتي اخیستني په پرانیست غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت د تجارتي برېښنا رئيس مولوي عبدالرحمن رحماني وویل چې د افغانستان برېښنا شرکت غواړي تر څو د هر افغان کورته برېښنا ورسوي او یوازي د تېر کال په اوږدو کې دغه شرکت د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت له کورني او بهرني شرکتونو سره هوکړي لاسلېک کړي دي.

ورته مهال د غزني والي مولوي محمد اسحاق آخندزاده د غزني برېښنا ریاست کړني وستایلې، له د افغانستان برېښنا شرکت او نړیوالو موسساتو څخه یې وغوښتل چې د غزني ولس ته د برېښنا په رسولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د یادوني وړ ده چې د تېر کال په اوږدو کې د غزني برېښنا ریاست ۱۷ نور ترانسفارمره چې د ۵۳۰۳ کیلوولټ برېښنا د وېش ظرفیت یې درلود، د څه باندي ۶۸ میلیونه افغانیو په مالي لکښت چې د عام خلکو او برېښنا ریاست له لوري پرې شوي وو، ګتي اخیستني ته سپارلي دي.