غزني: د لس بابه ښوونځیو ودانۍ بیا ورغول شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) په غزني ولایت کې سیمه ییز مسئولین وایي چې د یونېسیف نړیوالي موسسې په مالي ملاتړ یې د لس بابه ښوونځیو د ودانيو د ببارغوني چارې بشپړې کړې دي. دوی زیاتوي چې د ښوونځیو یادي ودانۍ د دغه ولایت په اندړو، قرباغ، ده یک، خوګياڼي، واغظ، خواجه عمري، مقر، آب بند […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) په غزني ولایت کې سیمه ییز مسئولین وایي چې د یونېسیف نړیوالي موسسې په مالي ملاتړ یې
د لس بابه ښوونځیو د ودانيو د ببارغوني چارې بشپړې کړې دي.

دوی زیاتوي چې د ښوونځیو یادي ودانۍ د دغه ولایت په اندړو، قرباغ، ده یک، خوګياڼي، واغظ، خواجه عمري، مقر، آب بند او ګېلان ولسوالیو کې بیارغول شوي چې ۸ میلیون ۳۹۱ زره ۸۷۵ افغانۍ لګښت پرې راغلي او یاد لګښت د یونېسیف نړیوالي موسسې له لوري پرې شوي ده.

د یادوني وړ ده چې د دغو ښوونځيو د ودانیو د بیارغوني چارې د روان کال دلړم په ۲۸ مه پیل شوې وې چې تیره ورځ یې د بیارغونې چارې بشپړې او د ګټې اخیستنې په پار د غزني ولایت پوهنې ریاست ته وسپارل شوې.