عالیقدر امیرالمؤمنین د امربالمعروف او نهی عن المنکر له ولایتي رئیسانو له سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ۳۴ ولایتونو له ولایتي رئیسانو سره په ترتیب شوې ناسته کې ولیدل. په دغه ناسته کې، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم خلیفه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸)
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ۳۴ ولایتونو له ولایتي رئیسانو سره په ترتیب شوې ناسته کې ولیدل.
په دغه ناسته کې، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله هم ګډون درلود، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ولایتي رئیسانو ته د دندو د ترسره کولو اړوند د صبر او استقامت درلودلو سپارښتنه وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین ولایتي رئیسانو ته په خطاب کې وویل، چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي نظام له مهمو موخو او هدافو څخه دی چې د نظام د استحکام او پایښت سبب کېږي او ترسره کول یې د مسلمانانو ایماني وجیبه ده.
همداراز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاستونو له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل تاسو چې د خپلې دندې د ترسره کولو په وخت کې کوم تکلیفونه زغمئ، هغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سنت دي.
دغه راز امیرالمؤمنین حفظه الله په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د امربالمعروف ریاستونو اړوند محتسبینو له کړنو څخه مننه وکړه او هم یې هغوی ته په خپلو کارونو کې د لا بریا دعا وکړه.
وروسته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ولایتي رئیسانو هم د اړونده موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره شریک کړل، چې د اسلامي امارت د زعیم له لوري ورسره د ستونزو د حل او په دې برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۸/۵/۱۴۴۴هـ ق
۲۱/۹/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/12/12 م