عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پنجشیر ولایت د یو شمېر مسئولینو، علماء کرامو او متنفذینو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخوندزاده صاحب د یوې ناستي په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د یو شمېر مسئولینو، علماء کرامو او متنفذینو سره وکتل. په دغه ناسته کې د پنجشیر او اندرابونو عمومي مسئول ملا عبدالقیوم ذاکر، د پنجشیر ولایت والي مولوي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخوندزاده صاحب د یوې ناستي په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د یو شمېر مسئولینو، علماء کرامو او متنفذینو سره وکتل.
په دغه ناسته کې د پنجشیر او اندرابونو عمومي مسئول ملا عبدالقیوم ذاکر، د پنجشیر ولایت والي مولوي محمد محسن او د همدې ولایت امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس، د علماوو شوری رئیس او اعضاوو او لسګونه نورو دیني عالمانو او متنفذینو ګډون درلود.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ناستي په پیل کې ابتدائي وینا وکړه، وروسته د راغلو مېلمنو څخه په نوبتي شکل د خپل ولایت حالات، مشکلات، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
دوی په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ خوښي څرګنده کړه او د مجاهدینو د نیکي رویې، هلته د تامین شوي امنیت، د اسلامي نظام د نفاذ او پرمختګونو یادونه وکړه. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ته یې د پوره اطاعت کولو او د اسلامي امارت د کلک ملاتړ اطمینان ورکړ.په پای کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دوی وستایل او ویې ویل چې د پنجشېر د خلکو ډېر قدر کوم چې د مجاهدینو سره یې پوره همکاري وکړه او خپل ولایت یې ور وسپاره. دوی ته یې د لا نور اتفاق، یووالي او وحدت راوستلو لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان ولس او امارت دواړه سره یو دي او دواړه مجاهدین دي، نور باید تعصبونه او تفرقې له منځه یوسو، ولس په یوه او بل نامه ونه ویشو، راتلونکو نسلونو ته د وحدت او یو والي مثال پرېږدو. زه له تاسو خپل خدمت او کار نه غواړم بلکې د اسلام او ملت خدمت درڅخه غواړم او په دې اړه مو اتحاد ته رابولم.ستاسو د ستونزو د حلولو په اړه ډاډ درکوم چې هر ډول همکاري به مو کوم.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۰/۵/۱۴۴۴هـ ق
۲۳/۹/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/12/14م