شورویان د کندهار کیک نشي هضمولای ـــ واقعي کیسه

پرون د جدي شپږمه وه، د شورویانو دیرغل ورځ ، دا توره ورځ راباندې د نورو ورځو غوندې تېره شوه،ماخستن ناوخته مې چې کله کمپیوتري کار پای ته ورساوو او د خوب اطاق ته د تلو اراده مې وکړه ، هسې مې دکتابونو په منځ کې یوه کتاب ته پام شو، چې څو ورځې وړاندې […]

پرون د جدي شپږمه وه، د شورویانو دیرغل ورځ ، دا توره ورځ راباندې د نورو ورځو غوندې تېره شوه،ماخستن ناوخته مې چې کله کمپیوتري کار پای ته ورساوو او د خوب اطاق ته د تلو اراده مې وکړه ، هسې مې دکتابونو په منځ کې یوه کتاب ته پام شو، چې څو ورځې وړاندې مې اخیستی و، خو لوستلی مې نه و، د کتاب نوم و- دوه نومیالي چریکان – په کتاب کې د شوروي ضد جهاد په مهال دکندهار ښار ددوو تنو وتلیو ښاري مجاهدینو نادرې او حیرانوونکې کیسې راټولې شوې دي،دغه کیسې د ډنډ ولسوالۍ د اوسیدونکي مجاهد شهید نورمحمد او دکندهار ښار د پنځمې ناحیې داوسیدونکي شهید عبدالغفار د چریکي حملو او حماسو دي،د کتاب څو کیسې مې سرسري راوکتلې چې یو تربله نادرې او هیښوونکي وې، د کتاب په یوه برخه کې مې د غازي عبدالغفار له خولې روایت شوې یوې کیسې ته پام شو چې عنوان یې و- زه د شوروي په دام کې – د روسي یرغل د بدمرغې ورځې په مناسبت د شوروي ضد جهاد له بې پایه حماسو څخه همدا یوه کیسه دمشت نمونه ای خروار په حیث درسره شریکوم.

شهید غازي عبدالغفار واقعه لیکونکي ته خپله کیسه داسې پیل کړې:

د ۱۳۶۱ هـ ش کال اخیرې ورځې وې،په کندهار ښار کې زما د یوه آشنا د موټر بار تر دوراهي آخواته په کمپنۍ کې خالي کیده،د کمپنۍ په سیمه کې د روسانو کورونه و او ما غوښتل په دې سیمه کې ځان بلد کړم ترڅو په مناسب وخت د حملې لپاره پلان ورته جوړ کړم، له باربري موټر سره ملګری شوم،د روسانو د کورونو ساحې ته چې موټر ننوت زه په عمومي دروازه کې ترې پاته شوم او موټر د تخلیې لپاره لاړ،په دروازه کې څلور نفره شوروي عسکرو ددې دروازې د حفاظت وظیفه درلوده، له دوی سره مې ګپ شپ پیل کړ، دوی په فارسي لږ لږ پوهیدل او ما هم په فارسي ورسره ځان پوه کاوو.

روسان په خپل وطن کې سخت په محرومیت روزل شوي و ما د خبرو په منځ کې   ایل ایم سګریټ راوکښل چې ویي لګوم دوی چې سګريټ ولیدل راباندې راوګرځیدل او په خندا خندا یي هغه کوتی راڅخه واخیست،په خبرو خبرو کې په نیمچه فارسي راته وویل : دغسې موږ ته امریکایي سګریټ ، کیک او کولچې راوړه، ما ورسره وعده وکړه چې سبا به ددوست هیواد ملګرو ته حتما دا شیان له بازاره راوړم ،او بیا ددوی په لاس کې دوسلې کلاشینکوف په اړه ورسره په خبرو شوم، چې دا څنګه شی دی ځان مې ورته یو مخ ناخبره واچاوو، دوی چې زه ورته ښه ساده معلومیدم د کلاشینکوف په اړه یي خبرې راته شروع کړې چې دا داسې منفرد او اتومات ټکان کوي،خو ما ځان ورته ناخبره اچولی و او په تعجب سره مې ځوابونه ورکول، بیا مې پوښتنه ځنې وکړه،چې دلته د تاسې روسانو فامیلونه هم سته، یو عسکر راته وویل : بسیار بسیار . یعنی دشورویانو ډيرې کورنۍ دلته میشتي دي، چې رخصتیدم لاسونه مې ورکړل او ښه په دوستانه فضاء کې ترې رخصت سوم .

دغه ورځ تیره سوه، په سبا مې ایل ایم سګريت ،کندهاري کیک،کولچې او BP چاکلیټ سره برابر کړل او د دوست هیواد عسکرو ته چې وعده مې ورسره کړې وه ور روان شوم،په هغه ځای کې له هماغوپرونیو عسکرو سره مخامخ سوم او سخت راته خوشاله سول، ددوی مخ ته مې سګریټ ، کیک او کولچې کیښودلې او دوی یې په خوړلو داسې حمله وکړه ،چې نور هرڅه ترې هیر شول، ما هم په یوه ټوپ د یوه عسکر په کلاشینکوف حمله وکړه،کلاشینکوف مې ترې واخیست او مخامخ مې په عسکرو ضربه وکړه،عسکر مې وویشتل یو بل کلاشینکوف مې هم راواخیست او پاخه سړک ته راووتم ،د شالخوا فیرونه شروع سول،خو ما منډې ته زور ورکړ، د سرک له څنګ سره یوځای ګڼ نلان ولاړ و،په همدې نلانو ننوتم او تګ ته مې ادامه ورکړه له ځان سره مې شورویانو ته ویل: د کندهار کیک شورویان نسي هضم کولای ځکه سخت ګزک لري .

زه تر نلانو ووتم ، خو د زره پوښ ضربې راپسې شروع وې،ما فاصله ډيره وهلې وه او څه شیبه وروسته مې چې ځان په امن ساحه کې ولید، له هغه ځایه مې یوه د خوشالۍ هوایي ضربه ورته شلیک کړه او بیا مې له دوو کلاشینکوفونو سره ځان محله جات ته ورساوو.

د کندهار د چریکي اتل شهید عبدالغفار کیسه نوره هم اوږده ده، چې له دې پیښې دوه ورځې وروسته په کندهار کې د شورویانو لخوا نیول کیږي خو نوموړی له سختو شکنجو او تعذیبونو وروسته دکندهار د هوایي ډګر له توقیف خانې په تیښته بریالی کیږي، کیسه ډیره اوږده چې ما یي همدا یوه برخه د جدي د شپږمې په مناسبت ستاسو مخ ته کیښوده .

د الله تعالی رحمت دي وي په هغو سربکفو اتلانو چې شوروي ته یی د سر په کاسه کې د ځنکدن اوبه ورکړې .