شاوخوا ۱۷۱ جریبه ځمکه کې په عصري بڼه سمبال ښارګوټی جوړېږي

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲)له نن څخه شاوخوا دوه لسیزې وړاندې د ښار جوړونې وزارت د ننګرهار کانال هډې فارم اړوند ۴ بلاک ۱۰۷ او ۱۰۸ نمرو ځمکو حلقوي سړک ته څېرمه ۵۲ بلاکونو د معياري ښارګوټي د جوړونې چارې پېل کړې وې، چې له بده مرغه د اړونده ادارو له لوري د بېلابېلو لاملونو له امله […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲)له نن څخه شاوخوا دوه لسیزې وړاندې د ښار جوړونې وزارت د ننګرهار کانال هډې فارم اړوند ۴ بلاک ۱۰۷ او ۱۰۸ نمرو ځمکو حلقوي سړک ته څېرمه ۵۲ بلاکونو د معياري ښارګوټي د جوړونې چارې پېل کړې وې، چې له بده مرغه د اړونده ادارو له لوري د بېلابېلو لاملونو له امله د یاد ښارګوټي چارې تېر دوه لسیزې نېمګړې پاتې وې.
له ښه مرغه اوس د ننګرهار کانال شرکت رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم هلې ځلې روانې کړي، چې شاوخوا ۱۷۱ جریبه ځمکه په بر کې نیسي یو ښکلی، منظم او په عصري بڼې سمبال ښارګوټی، چې د استوګنې کورونه، مارکېټونه، تفریحي ځایونه، جومات او نور به ولري جوړ کړي او عواید به یې د دولت خزانې ته تحويل شي.