سویډن کې د قرآن سوځونې پر وړاندې د افغانانو توند غبرګونونه؛ نن د هیواد ۱۵ ولایتونو کې قهرجن لاریونونه وشول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۵) وروسته تر هغه چې سویډن کې د دغه هیواد د یوه متعصب سیاستوال لخوا په عام ډګر کې قرآن کریم ته اور ورکړل شو، په غبرګون کې یې د اسلامي نړۍ په کچه ، په ځانګړې توګه افغانستان کې د ولسونو توند عکس العملونه راپاریدلي. د تیرو ورځو په تعقیب نن بیا […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۵) وروسته تر هغه چې سویډن کې د دغه هیواد د یوه متعصب سیاستوال لخوا په عام ډګر کې قرآن کریم ته اور ورکړل شو، په غبرګون کې یې د اسلامي نړۍ په کچه ، په ځانګړې توګه افغانستان کې د ولسونو توند عکس العملونه راپاریدلي.
د تیرو ورځو په تعقیب نن بیا د جمعې تر لمانځه وروسته، د هیواد په ۱۵ولایتونو کې په لسګونو زرو ولسي افغانانو د دغه هیواد پر وړاندې له قهر ډک لاریونونه وکړل.

دغه لاریونونه چې په پکتیا،، ننګرهار هرات، سرپل، پروان، بادغیس، نیمروز، بدخشان، فراه، بغلان، غور، لغمان، پنجشیر، غزني او دایکندي ولایتونو کې د خلکو لخوا ترتیب شوي وه، پرمهال یې افغانانو له یاد هیواد وغوښتل چې دغه اسلام ضده متعصب سیاستوال چې یاد کرغیړن عمل یې ترسره کړی، باید د اسلامي عدالت محاکمې ته وسپاري او سخته سزا ورکړي.
دوی وویل چې که د اسلام ضده کړیو دغه ناوړه اعمال دوام وکړي، نه یواځې د دغه هیواد حیثیت به زیانمن او د اسلامي نړۍ له غوسې ډک غبرګون به را وپاروي، بلکه په نړیواله کچه به د یوه [دښمن] هیواد په توګه وپیژندل شي.
باید وویل شي چې تیرو ورځو کې د هیواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم ورته پراخ لاریونونه ترسره شول او د دغه سویډني سیاستوال دا کړنه په پراخه کچه وغندل شوه.