سنو فارما د درملو تولیدي فابریکې رسماً په تولید پیل وکړ

الاماره(سه شنبه: ۱۴۴۴/۱۱/‍۱۷) ددې فابریکې د تولید پیلولو په مراسمو کښي د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر الحاج ملاخیرالله خیرخواه، کندهار والي الحاج ملامحمد شیرین آخند، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د افغانستان بانک عمومي رئیس ملا هدایت الله بدري، د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د […]

الاماره(سه شنبه: ۱۴۴۴/۱۱/‍۱۷)

ددې فابریکې د تولید پیلولو په مراسمو کښي د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر الحاج ملاخیرالله خیرخواه، کندهار والي الحاج ملامحمد شیرین آخند، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د افغانستان بانک عمومي رئیس ملا هدایت الله بدري، د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د ا.ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د سوداګرۍ او پانګوني خوني عمومي مشر الحاج محمدیونس مهمند، سوداګرو او صنعت‌کارانو او ګڼ شمېر هیوادوالو ګډون کړی وو.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر وویل؛ له بده مرغه د بې کیفیته درملو له امله زموږ هیوادوال له کاله یو میلیارد ډالر کلنی مصرف لري او دغه راز زموږ هیوادوال د درملني په موخه تر درې سوه میلیونه ډالره پوري بهر ته باسي؛ ولي الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره د خوړو او درملو ادارې د درملو او خوړو کیفیت ښه کولو ته پوره پاملرنه کړې او په موخه یې اړین ګامونه، چي ټولو ولایتونو کښي ادارې فعالول، تشکیل ورته منظورول او لابراتوارونه جوړول دي. نوموړي وویل؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د درملو تولید ۱۵ سلنه وده کړې او اوس الحمدالله ۲۵ سلنه د بازار اړتیا له خپلو درملو کیږي، چي په خبره یې؛ د سنو فارما په فعالیت سره به دغه کچه تر دې هم ډېره سي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي لومړی ددې ډول فابریکو پر جوړېدو ډېره خوښي وښوودله او ویې ویل؛ هیواد مو دې ډول نورو فابریکو ته ډېره اړتیا لري او ټول مسئولین د داخلي تولید بشپړ ملاتړ او همکار دي. هغه وویل؛ که غواړو ځان بسایني ته ورسیږو او ځان له نورو هیوادونو سره سیال کړو؛ نو هیواد کي باید ډېره پانګه اچونه وکړو. د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر الحاج ملاخیرالله خیرخوا بیا پر ټولو سوداګرو ږغ وکړ، ترڅو لاسونه سره یو او د سنو فارما په ډول دولتي سهامي فابریکې او شرکتونه جوړ کړي. د هغه په خبره؛ موږ او تاسي خپله خپل هیواد ته پرمختګ ورکولای سو، نوره نړۍ زموږ پرمختګ نه غواړي.

د کندهار د علماوو شورا غړي مولوي محمدعمر خطابي د اقتصادي ودي په موخه د اسلامي امارت د ټولو مسئولینو ژمنتیا وستایله او دغه راز یې د هیوادونو د پرمختګ په برخه کي د صنعت پر مهم رول هم خبري وکړې او ویې ویل: په نظامي ډګر کښي مو آزادي ترلاسه کړه راسئ په اقتصادي ډګر کښي هم آزادي ترلاسه کړو، نور سوداګر دي هم دغسي فکر پیداکړي سهامي فابریکې او شرکتونه دي جوړ کړي، هیوادونه د صنعت په مټ پرمختګ کړی، له مسئولینو مو غوښتنه داده، ترڅو د سوداګرو او صنعت‌کارانو سره تر دې هم خپله همکاري ډېره او لاسنیوی یې وکړي، ترڅو درېدلي فابریکې او شرکتونه یوځلي بیا پر پښو ودریږي.

د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د ۷۱ سوداګرو له لوري د سنو فارما تولیدي فابریکې جوړېدل د هیواد لپاره یو لوی ویاړ یاد کړ، چي په خبره یې؛ واقعاً د درملو په برخه کي مو اړتیاوي بیخي ډېري دي؛ ولي ددې فابریکې په فعالیت سره به تر ډېره اړتیاوي له همدې خپل تولید څخه بشپړیږي. ذبیح‌الله مجاهد وویل؛ د اسلامي امارت ټول مسئولین د تولیدي فابریکو تر شاه‌ ولاړ دي او ټول مسئولین خپله انرژي د آبادۍ په کارونو مصرفوي.

کندهار والي الحاج ملامحمد شیرین آخند خلګو ته ګټه او خیر رسول یو لوی عبادت وباله، چي په خبره یې؛ سوداګري او صنعت راساً خلګو ته خیر او ګټه رسوي؛ نو دا برخه که ریښتنې وي د الله جل‌جلاله یو ستر عبادت دئ. کندهار والي وویل؛ اسلامي امارت د ولس سره د اسلامي نظام حاکمېدو او ډاډمن امنیت وعده کړې وه؛ چي الحمدالله شرعي نظام حاکم او امنیت په ټول هیواد کي تأمین دئ؛ نو اوس ټولو ته په کار داده، چي د هیواد د پرمختګ او آبادۍ لپاره کار وکړي او خپل مسئولیتونه اداء کړي. نوموړي دغه راز له ټولو مسئولینو وغوښتل، ترڅو سوداګرو او صنعت‌کارانو ته په هره برخه کي اسانتیاوي برابري کړي.

وروستیو کښي د سوداګرۍ او پانګوني خوني عمومي رئیس الحاج محمدیونس مهمند په ډاډ سره وویل؛ چي ټول سوداګر او صنعت‌کاران د هیواد په آبادېدو کي له مسئولینو سره څنګ په څنګ ولاړ دي او ویې ویل؛ الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره اوس سوداګر او صنعت‌کاران دلته په هیواد کښي پانګي اچوني ته ډېر لېوال دي او لا هم دوی هڅه کوي، ترڅو بهر ته تللي سوداګر او بهرني سوداګر دلته په افغانستان کي پانګي اچوني ته راوبولي.

د یادولو وړ ده، چي سنو فارما تولیدي فابریکه چي د ۷۱ سوداګرو ترمنځ سهامي فابریکه ده د پنځوس میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یې شپږ نیم کلونه مخکي چاري په دریو بېلابیلو فازونو کښي پيل سوې او پرون دوشنبه یې لومړني فاز رسماً په تولید پيل وکړ، چي ددې فاز په فعالېدو سره به دا فابریکه په اته ساعتونو کښي له پنځوسو تر شپېتو لکو ټابلیټ، دوه میلیونه کپسوله او دغه راز تر پنځوس زره بوتله ډېر سېروم تولید کړي.