سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر له تورخم دروازې څخه لیدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۶) تیره ورځ د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي په ننګرهار ولایت کې د تورخم له دروازې څخه لیدنه وکړه. نوموړي هلته د سرحدي چارو له مديريت، اړوندو مسؤلینو او د دروازې له ساتونکو سره وکتل او د هغوی د ستونزو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۶) تیره ورځ د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي په ننګرهار ولایت کې د تورخم له دروازې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي هلته د سرحدي چارو له مديريت، اړوندو مسؤلینو او د دروازې له ساتونکو سره وکتل او د هغوی د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

ښاغلي وزیر وروسته له کمیساري، ترانزیټي لارې امنيتي پوستو او پر همدې دروازه د تلونکو او راتلونکو مسافرو او مریضانو حال هم واخیست او د هغوی ستونزې یې واورېدې.