سالنګ کې د ترافیکې حادثې په اړه د اسلامي امارت د خواخوږۍ پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سالنګ په تونل کې دننه د ترافیکي پیښې له امله زموږ ۱۲ تنه هیوادوال شهیدان او ۳۷ تنه نور ژوبل شوي دي. اسلامي امارت د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومي غمرازي ښیي او په دې غمجنه پیښه کې شهیدانو ته له الله تعالی […]

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سالنګ په تونل کې دننه د ترافیکي پیښې له امله زموږ ۱۲ تنه هیوادوال شهیدان او ۳۷ تنه نور ژوبل شوي دي.
اسلامي امارت د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومي غمرازي ښیي او په دې غمجنه پیښه کې شهیدانو ته له الله تعالی څخه فردوس جنت، زخمیانو ته کامله شفاء او کورنیو او دوستانو ته یې صبر جمیل غواړي.
همداراز په ټولو اړونده ادارو باندې غږ کوي، چې د داسي ناوړه پیښو د تکرار په مخنیوي کې لا ډیرې او جدي هڅې وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۴/۵/۱۴۴۴هـ ق
۲۷/۹/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/12/18 م