زابل: مستوفیت ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) د زابل مستوفیت مسؤلین خبر ورکوي، چې د روان کاله له پیله تراوسه یې د مالیاتو په برخه کې زیات کار کړی او د مالیې وزارت له لوري ورکړل شوی ټارکیټ یې پوره کړی او عواید يې ۱۲ سلنه زیات شوي دي. د زابل مستوفي مولوي نورالحسن محسن وویل چې د مالیې […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) د زابل مستوفیت مسؤلین خبر ورکوي، چې د روان کاله له پیله تراوسه یې د مالیاتو په برخه کې زیات کار کړی او د مالیې وزارت له لوري ورکړل شوی ټارکیټ یې پوره کړی او عواید يې ۱۲ سلنه زیات شوي دي.
د زابل مستوفي مولوي نورالحسن محسن وویل چې د مالیې وزارت له لوري د ورکړل شوي ټارګیټ څخه یې شاوخوا ۱۲ سلنه زیات عوايد راټول کړي، چې جمله مبلغ یې تر دې مهاله پورې ۶۱ میلیونه افغانۍ کیږي، د ټولو هغو لارو څخه مو عواید را ټول کړي چې مخکې کلونو کې به نه ورڅخه را ټولیدل.
نوموړي همدارنګه وویل چې د ۱۴۰۱ مالي کال د پیل څخه تر دې مهاله پورې یې د ټولو ملکي او نظامي ادارو د پرسونل د معاشاتو او مصارفاتو په برخه کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانیو حوالې اجراء کړي دي.
د زابل ولایت مستوفي مولوي نورالحسن محسن د زابل ولایت مقام د بررسۍ او څارنې له باصلاحیته پلاوي چې د بشري سرچېنو رئیس مولوي احمد مختار، د ولایت مقام مطبوعاتي مسئول مولوي مطیع الله قانت، د نظارت او ارزیابي کارپوه مولوي حکیم الله عباس او ورسره مل تخنیکي ټیم د لیدنې پر مهال وویل چې د لومړي ځل لپاره یې د څلورو میاشتو په جریان کې د زابل ولایت د ټولو ولسوالیو درجه بندي ترسره کړې او عواید یې په اصولي توګه د دولت ملي خزانې ته جمعه شوي دي.