زابل: شاوخوا ۳۱زره کسانو ته د نغدي مرستو پروسه پيل شوه

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۹) د زابل مرکز کلات کې د بشري مرستو مؤسسې shao په تخنيکي همکاري او يو نيسف نړيوالې مؤسسې په مالي مرسته د مرکز کلات په ګډون ټولو ولسواليو کې ۳۱ زره اړمنو کسانو ته د نغدو پيسو ورکړې لړۍ پيل شوه چې يو کال به دوام وکړي. زابل کې د بشري مرستو شو […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۹)
د زابل مرکز کلات کې د بشري مرستو مؤسسې shao په تخنيکي همکاري او يو نيسف نړيوالې مؤسسې په مالي مرسته د مرکز کلات په ګډون ټولو ولسواليو کې ۳۱ زره اړمنو کسانو ته د نغدو پيسو ورکړې لړۍ پيل شوه چې يو کال به دوام وکړي.

زابل کې د بشري مرستو شو مؤسسې مشر خلیل احمد هوتک وويل د یوه کال لپاره کلات او ټولو ولسوالیو کې ۳۱ زره کسانو ته د مياشتي ۲۲ ډالر ورکول کیږي چې د یوه کال په موده کې ۶ پروسې ترسره کیږي او هرو دوو مياشتو وروسته خلکو ته د ۴۴ ډالرو معادل افغانۍ ورکول کیږي چې دا ځل ټولو لګښت ۱۲۰ ميليونه افغانيو ته رسیږي.