زابل: تر ۱۰۰زره جریبه زیاته دولتي ځمکه تثبیت شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۷) د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته د دولتي ځمکو څخه د غصب د مخنیوي لپاره ولایتي کمېټې رامنځ ته او په کار يې پیل وکړ، دا کمېټې د امنیتي او قضایي ارګانونو په ګډون لس غړې ادارې لري چې مشري یې د کرنې ریاست پر غاړه لري او دنده یې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۷) د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته د دولتي ځمکو څخه د غصب د مخنیوي لپاره ولایتي کمېټې رامنځ ته او په کار يې پیل وکړ، دا کمېټې د امنیتي او قضایي ارګانونو په ګډون لس غړې ادارې لري چې مشري یې د کرنې ریاست پر غاړه لري او دنده یې د ولایت په کچه د دولتي ځمکو څخه د غصب مخنیوی او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی دی.
اوس د زابل ولایت لپاره د دې کمېټې مشرتابه او غړي وايي چې د دولتي ځمکو د تثبیت پروسه یې په مرکز او ولسوالیو کې پيل کړې چې تراوسه یې زرګونه جریبه دولتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د زابل د کرهڼې رئیس مولوي عطاءالله راشد چې د غصب څخه د مخنیوي کمېټې مشري پر غاړه لري باختر اژانس ته د مرکې په ترڅ کې وویل، د دوی د کمېټې د کار له پیله را وروسته د زابل مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې تر دا مهاله ۱ لک ۵ زره جریبه ځمکه تثبیت او له غصب څخه ژغورل شوې.
د ده په وینا تیره ورځ هم د دې کمېټې مشرتابه او غړو د زابل شهر صفا ولسوالۍ انارک سیمې ته سفر وکړ چې په ترڅ کي یې ۳۰ زره جریبه امارتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه وژغورل شوه د ده په وینا خلک باید د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي ترڅو په راتلوونکې کې له ستونزو څخه خلاص وي.
په ورته وخت کي د زابل د عدلیې ریاست د قضاء امارت آمر مولوي محمدي محمدي باختر اژانس ته د خبرو په ترڅ کې وویل، په سیمیزه کچه کوښښ کیږي چې د ام.ارتي ځمکو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکول شي او له بعدي اجراتو خبر کړل شي، ترڅو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي.
مولوي محمدي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي ام.ارت د ا.م.ارتي ځمکو د ساتنې په برخه کې ډیر جدي دی او هیچاته به اجازه ور نکړي چې له خبرداري سره سره بیا هم دولتي ځمکې غصب کړي.
دا دولتي کمېټه خبر ورکوي چې خپلو چارو ته لاهم پراختیا ورکوي او له خلکو یې وغوښتل چې د دولتي ځمکو د ساتنې لپاره له دوی سره همکاري وکړي.