ریاست الوزرا مقام د فترپه لوی ریاست کې نوې ګمارنې تر سره شوې

په چارو کې ښه والي ، سمون او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه یو شمیر مسلکې او په کار پوه شخصیتونو د افغانستان اسلامي امارت د ریاست لوزرا د عالي مقام د دفتر په عمومي ریاست کې په دندو وګمارل شول. د ریاست الوزرا د مقام د دفتر د لوی ریاست په […]

په چارو کې ښه والي ، سمون او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه یو شمیر مسلکې او په کار پوه شخصیتونو د افغانستان اسلامي امارت د ریاست لوزرا د عالي مقام د دفتر په عمومي ریاست کې په دندو وګمارل شول.
د ریاست الوزرا د مقام د دفتر د لوی ریاست په وړاندیز او د ریاست الوزرا د مقام په منظورۍ مولوي صالح محمد مصلح د سیمه ایزو مطالعاتو او راپورورکونې د ریس په توګه، مولوي نظر محمد میرویس د دفتر ریاست د داخلي تفتیش د ریس په توګه او مولوي حبیب الله د ولایتي همغږۍ په چارو کې د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په توګه په دندو وګمارل شول .
دغه کسان د ۱۴۴۴ قمري کال د ذی القعدې الحرام میاشتې په ۱۵ مه نیټه د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې ریاست الوزرا د دفتر د عمومي ریاست د مرستال مولوي احمد الله متقي او د دفتر د عمومي ریاست د بشري سرچینو د رئیس مولوي محمد داود محمدي لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادو ادارو کارکوونکو ته ورپیژندل شول.
دعامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست مرستال مولوي احمد الله متقي په تیرو دندو کې د یادو کسانو د فعالیتونو د ستایلو تر څنګ دوی ته په نویو ورسپارل شویو مسولیتونو کې د بریا هیله وکړه.