ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وارداتي چرګانو د سوداګرو اتحادیې غړو سره وکتل

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۱) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د وارداتي چرګانو د سوداګرو اتحادیې غړو سره وکتل. په دې کتنه کې، د يادې اتحادیې غړو حاجي عزیز او حاجي یونس د نورو په استازيتوب هیواد ته د چرګانو واردولو او له دې درکه د […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۱)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د وارداتي چرګانو د سوداګرو اتحادیې غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې، د يادې اتحادیې غړو حاجي عزیز او حاجي یونس د نورو په استازيتوب هیواد ته د چرګانو واردولو او له دې درکه د عوایدو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.

دوی د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې دې سوداګرو ته د سالم رقابت لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې شي او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې هم شريک کړل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له ټولو سوداګرو مننه وکړه، چې په هیواد کې یې پانګونه کړې او افغانان یې یوازې نه دي پرېښي.

محترم مولوي عبدالکبير دغو سوداګرو ته وويل، اسلامي امارت ستاسو ترڅنګ ولاړ دی، ستاسو هر راز همکارۍ ته چمتو دی او په پای کې يې ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ادارو سره شريکې شي