د MTN مخابراتي شرکت مسوولینو د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره وکتل

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت سرپرست محترم مولوي نجیب الله حقاني هم حضور درلود د MTN او M1شرکت محترمو مسوولنو سره وکتل. په دې کتنه کې لومړی د M1ګروپ عمومي رئيس محترم عزمي میقاتي […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹)
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت سرپرست محترم مولوي نجیب الله حقاني هم حضور درلود د MTN او M1شرکت محترمو مسوولنو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د M1ګروپ عمومي رئيس محترم عزمي میقاتي او په منځني ختیځ کې د MTNګروپ مرستیال محترم اسماعیل جرودي خبرې وکړې او په افغانستان کې په ۱۵کالو کې د دې شرکت د کړنو او فعالیت په اړه یې د ریاست الوزرا اداري مرستیال خدمت ته معلومات وړاندې کړل.
هغوی افغانستان د هغو هیوادونو له جملې وباله چې بین المللي شرکتونو او پانګوالو ته یې په ښه توګه د پانګونېز زمینه برابره کړې ده او پر دۍ موضوع یې خوښي څرګنده کړه.
د ام ټي ان مسوولینو زیاته کړه، دې شرکت په ۲۰۲۰ کال کې له اسیا څخه افریقا ته د خپلې سوداګرۍ او پانګونې چارو د لېږد په برخه کې د دې شرکت د سپارلو پروسه پیل کړې چې تازه یې د سپارلو کار M1شرکت ته چې د MTNله ون‌‌‌‌‌‌ډه والو څخه دی بشپړ شوی او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له ام ټي ان او ام یو شرکتونو سره همکاري وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د MTNشرکت مسوولینو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول بهرنۍ پانګونې هرکلی او ملاتړ کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مخابراتو په برخه کې د MTN کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت مسوولین په بېلابېلو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د ټکنالوژي او مخابراتي شبکو په برخو کې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول پانګوتې ملاتړ کوي.