د DAI- USAID پروژې مسؤلینو د غالیو اوبدلو برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښوودلې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې دکرنې ځنځیري ارزښت پروژې (DAI- USAID) رییس اسکاټ سره په کتنه کې پر زېربنایي پروژو د کار په هکله خبرې وکړې. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې دکرنې ځنځیري ارزښت پروژې (DAI- USAID) رییس اسکاټ سره په کتنه کې پر زېربنایي پروژو د کار په هکله خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د کرنې ځنځیري ارزښت پروژې رییس اسکاټ په افغانستان کې د یادې پروژې د برنامو په هکله دکرنې وزیر ته معلومات وړاندې کړل او د هرات زعفران او د فاریاب ولایت غالۍ اوبدلو په برخه کې د پانګونې په موخه خپل لېوالتیا وښودل.
په ورته وخت کې دکرنې سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د یادې پروژې چارواکو سره د هرراز همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل: «اوس په افغانستان کې د هرډول پانګونې زمینه برابره شوې ده او ستاسو په شان له ټولو مرستندویو مؤسساتو او پانګوالو څخه غواړو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه او د زېربناوو په برخه کې مالدارانو او بزګرانو سره مرستې او همکارۍ وکړي.