د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا د لیږد پروژې په تړاو، ګډه ناسته ترسره شوه

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۲) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې له مسؤلینو او ملي سوداګرو سره وکتل او له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي د غځولو پروژې د تمویل په اړه یې […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۲) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې له مسؤلینو او ملي سوداګرو سره وکتل او له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي د غځولو پروژې د تمویل په اړه یې خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د کورني صنعت رول مهم‌ وباله او له هغوی یې د لویو اقتصادي پروژو د تمویل او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې مسؤلینو وویل؛ دوی چمتو دي چې له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي د غځیدو د پاتې چارو د بشپړېدو د تمویل لپاره د خپلو برېښنا په بېلونو کې د افغانستان برېښنا شرکت ته لس سلنه زیاتې پیسې ورکړي. دغه پیسې به یو ځانګړي حساب ته جمع او د یادې پروژې د چارو په بشپړولو کې به ترې ګټه پورته شي. د یادولو وړ ده چې د یادې پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.