د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۳) د ۲۰۵ البدر قول اردو په تعلیمي مرکز کې له درییمې دورې څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین له درې میاشتني نظامي او مسلکي زده کړو وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. دغو مراسمو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو مسؤلینو، علماوو او ګڼ شمیر مجاهدینو ګډون کړی […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۳) د ۲۰۵ البدر قول اردو په تعلیمي مرکز کې له درییمې دورې څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین له درې میاشتني نظامي او مسلکي زده کړو وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو مسؤلینو، علماوو او ګڼ شمیر مجاهدینو ګډون کړی وو، همدا راز مسؤلینو پخپلو په ویناوو کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او له دوی څخه یې وغوښتل چې خپل درسپارل شوی مسؤلیت په پوره اخلاص او صداقت سره ادا کړئ او پخپلو دندو کې غفلت ونه کړئ.

یادو فارغانو ژمنه وکړه چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره به د اسلامي ارزښتونو او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو.