د کوچني اختر په مناسبت؛ د کندهار، غزني او بادغیس له زندانونو ۲۵۴ تنه زندانیان خوشي شول

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸) د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د کندهار، غزني او بادغیس له بندخونو څخه په لسګونو زندانیان خوشي شول. د کندهار د رسنیو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغه ولایت له عمومي زندان څخه د بېلابیلو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي ۱۸۴ بندیان معاف،ازاد او خپلو کورنیو […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸) د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د کندهار، غزني او بادغیس له بندخونو څخه په لسګونو زندانیان خوشي شول.

د کندهار د رسنیو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغه ولایت له عمومي زندان څخه د بېلابیلو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي ۱۸۴ بندیان معاف،ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

دغه بندیانو د ازادېدو پرمهال د کندهار د عمومي زندان رئيس ملا نعمت الله سراجي وویل، په تازه ازاد شویو بندیانو کې د اتلسو ماشومانو په ګډون ۱۸۴ کسان شامل وه، چي د کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د فرمان له مخي ازاد او خپلو کورنیو ته سپارل کیږي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د امیرالمومین حفظه الله د فرمان پر اساس د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د غزني له محبس څخه د ۱۵ ښځینه وو په ګډون ۵۰ تنه بندیان آزاد او له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
بلخوا د بادغیس ولایتي مسؤلینو هم هلته د ۲۰ بندیانو د آزادیدو خبر ورکړی.
د محبس مسئولینو د یادو زندانیانو د آزادېدو پر مهال وویل چې، زندان د انسانانو د تېري خطاوو د اصلاح لپاره لوی مکتب ده، او کله چې کوم کس بندي شي بیا د آزادۍ پر اهمیت پوهیږي.