د کورنیو چارو وزیر د ځینو هیوادونو له علماؤ سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۳) د کورنیو چارو سرپرست وزیر قدرمن خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علماو يو پلاوي سره وکتل په پیل کې یادو علماو د جهادي مبارزې د بريا ستاینه وکړه او دا یې یوه حیرانوونکې حماسه وبلله، دوی ددې بریا تداوم په وحدت او پرمختګ کې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۳) د کورنیو چارو سرپرست وزیر قدرمن خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علماو يو پلاوي سره وکتل
په پیل کې یادو علماو د جهادي مبارزې د بريا ستاینه وکړه او دا یې یوه حیرانوونکې حماسه وبلله، دوی ددې بریا تداوم په وحدت او پرمختګ کې وباله.
یادو علماو په ټينګار سره خپل هر اړخیز ملاتړ د اسلامي نظام څخه څرګند کړ او دا یې خپل اسلامي مسئوليت وګڼه،
خلیفه صاحب راغلو علماو ته هرکلی ووایه او د اسلامي نړۍ پر وحدت یې ټینګار وکړ
نوموړي ددې لویې مبارزې د بریا اساسي لامل وحدت، اطاعت او صداقت وباله
په پای کې خلیفه صاحب د یادو علماو له معنوي ملاتړ څخه د مننې تر څنګ له هغوی وغوښتل چې د دردېدلي افغانستان غږ خپلو هیوادونو او نړۍ ته په رښتينې معنی ورسوي.