د کندهار په جامعه عمر کې په زرګونو هیوادوالو د جمعې لمونځ اداء کړ

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۶) نن د جمعې په ورځ د کندهار په جامعه عمر کي د پیر طریقت شیخ‌الحدیث والتفسیر الحاج مولوي حبیب‌‌الله حقاني صاحب حفظه‌الله په امامت رسماً د جمعې لمونځ اداء کړل شو، چي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفاصاحب، د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر رئیس شیخ‌مولوي عبدالرحمن طیبي، د ګڼو نورو ادارو مسئولینو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۶) نن د جمعې په ورځ د کندهار په جامعه عمر کي د پیر طریقت شیخ‌الحدیث والتفسیر الحاج مولوي حبیب‌‌الله حقاني صاحب حفظه‌الله په امامت رسماً د جمعې لمونځ اداء کړل شو، چي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفاصاحب، د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر رئیس شیخ‌مولوي عبدالرحمن طیبي، د ګڼو نورو ادارو مسئولینو او د ښار او ولسوالیو په زرګونو هیوادوالو پکښي برخه واخیسته.

تر لمانځه مخکي په همدې موخه جوړ سوي مراسم مولوي داد‌الله مؤذن د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل کړل، چي تر هغه وروسته د کندهار د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر رئیس شیخ‌مولوي عبدالرحمن طیبي وویل، موږ ټول باید د الله جل‌جلاله شکر اداء کړو، چي د الله پر مځکه یوځلي بیا اسلامي او شرعي نظام حاکم سو او په افغانستان کي د الله جل‌جلاله په نصرت سره لویه فتحه راغله، چي په خبره ئې ددې شرعي نظام د حاکمېدو په برخه کي ډېري قربانۍ ورکول سوي او اوس باید ټول مسئولین او ولس په خپله اړونده برخه کي ددې نظام د ټینګښت او دوام په موخه خپل مسئولیت اداء کړو.

شیخ‌مولوي عبدالرحمن طیبي د جامعه عمر په اړه وویل: “ دا د اسلامي امارت د ټولو مسئولینو او ټول ولس یو لوی ارمان وو، چي ددې لويي او برکتناکي جامعې پرانیستنه وسي او رسماً پکښي لمونځ اداء کړل سي، نن یوه لویه تاریخي ورځ ده او زموږ او ولس لپاره ډېر د ویاړ ځای دئ چي په دې جامعه کي د جمعې لمونځ اداء کوو.”

ورپسې د جامعه عمر امام او خطیب پیر طریقت شیخ‌الحدیث والتفسیر الحاج مولوي حبیب‌الله حقاني صاحب حفظه‌الله خبري وکړې. هغه وویل، موږ ته الله جل‌جلاله ډېر نعمتونه راکړي دي، چي د یادو نعمتونو له ډلي یوه هم دا جامعه ده، چي نن ئې رسماً پرانیسته وسوه او د جمعې لمونځ پکښي اداء کړل سو او هم ئې ددې جامعې د بیارغوني په برخه کي له اړندو مسئولینو او تجارانو څخه ځانګړې مننه وکړه.

شیخ الحدیث والتفسیر ‌مولوي حبیب‌الله حقاني صاحب د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، ټول مسئولین ددې ځورېدلي ولس خادمان یو او موږ د حکومت لپاره نه؛ بلکي د ولس د خدمت لپاره یو.
یاده تاریخي جامعه چي په تیره دوره کي د اسلامي امارت د مؤسس عالیقدر امیرالمؤمنین ولي کامل بت شکن ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله یې د بنسټ ډبره ایښې وه،د فتحي وروسته د محترم مشرتابه مقام حفظه الله په ځانګړي هدایت د کندهار د والي صاحب په لارښونه د سکتوري ریاست تر نظارت لاندي یې د بیارغونۍ چاري جریان درلودې چي لاهم رواني دي.

وروسته د شیخ مولوي حبیب‌الله حقاني صاحب په امامت لمونځ ترسره او دُعاوي وسوې.