د کندهار ـ هرات لويي لاري په اوږدو کې د باغ‌پُل پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۸) د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله په ځانګړې لارښوونه او ځانګړي شوي لګښت، د ټولګټو چارو وزارت په رهبري او د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له لوري دوې نیمي میاشتي مخکي د باغ‌پُل د بیارغوني چاري پيل شوي وې، چي د بیارغوني د چارو تر بشپړېدو وروسته نن سې‌شنبه رسماً ګټي اخیستني ته […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۸) د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله په ځانګړې لارښوونه او ځانګړي شوي لګښت، د ټولګټو چارو وزارت په رهبري او د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له لوري دوې نیمي میاشتي مخکي د باغ‌پُل د بیارغوني چاري پيل شوي وې، چي د بیارغوني د چارو تر بشپړېدو وروسته نن سې‌شنبه رسماً ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
ددې پروژې لګښت درې لکه او ۹۲ زره ډالره کیږي، چي دا هم د مشرتابه د محترم مقام څخه ورکول کیږي.

په افغانستان کي د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت مرستیال بُراق اُنسال وویل؛ ددغه پُل د بیارغوني تړون شاوخوا درې میاشتي مخکي له ټولګټو وزارت سره شوی وو، چي الحمدالله موږ ویاړو چي زموږ د تجربه لرونکو او بریالي ټیم او همدارنګه دولتي او سیمه‌ییزو حکومت غړو په مرسته زموږ د قراداد له پای‌ته رسېدو دمخه یعني د ټاکلي مودې مخکي دا پروژه بشپړه کړو.