د کمپنۍ – برچي د نښلوونکي سړک چارې پیل شوې

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۸)د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د استملاکي چارو تر بشپړېدو وروسته د کمپنۍ او برچي تر منځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. یاد سړک چې له قلعه ناظر سیمې پیل او د نقاش تر حمام پورې ۲.۲ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۸)د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د استملاکي چارو تر بشپړېدو وروسته د کمپنۍ او برچي تر منځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
یاد سړک چې له قلعه ناظر سیمې پیل او د نقاش تر حمام پورې ۲.۲ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري ، پنځمه ناحیه له دیارلسمې ناحیې سره نښلوي چې په بنسټیزه توګه به د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د روان کال تر پایه جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د ورڅیرمه سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او له بل لوري به، ښاریانو ته ګڼ شمېر ټولنیزې او اقتصادي آسانتیاوې رامنځته شي.