د کابینې ۲۷مه غونډه؛ د هېواد شمال او لوېدیځ کې د اورګاډي پټلۍ عملي چارې پیلېږي

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱) د کابینې په ۲۷مه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د جوزجان – اندخوی او هرات – روزنک تر منخ د اورګاډي پټلۍ جوړولو عملي چارې دې پيل شي. د دې چارو اړوند چې په ازمېیښتي ډول به پیلېږي، د اوسپنې پټلې ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې له اقتصادي کمیسیون سره په […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱)

د کابینې په ۲۷مه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د جوزجان – اندخوی او هرات – روزنک تر منخ د اورګاډي پټلۍ جوړولو عملي چارې دې پيل شي.
د دې چارو اړوند چې په ازمېیښتي ډول به پیلېږي، د اوسپنې پټلې ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې له اقتصادي کمیسیون سره په همغږۍ د کابینې د ۲۶مې ګڼې مصوبې پر اساس د ګمارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د تخنیکي پرسونل او د کاري کیفیت په اړه څېړنې ترسره کړي.

دا غونډه چې پرون دوشنبه (۲۰شعبان المعظم/۲۲کب) د ښاغلي رئیس الوزراء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه، پکې د کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، چې د نیمه کاره لوړپوړیزو ودانیو هغو مالکانو ته چې د بل ملکیت ته د تېري او اضافه ځمکې د تثبیت او د ځمکې مالک ته يې د اداینې چارې بشپړې کړې وي، د کار اجازه ورکړي.
د پرېکړې له مخې هغه مالکان چې له جواز څخه يې ډېر پوړونه جوړ کړي دي، په دې پرېکړه کې شامل نه دي.

د کابینې په دې غونډه کې د هېواد په قلمرو کې د بهرنیو نقلیه وسایطو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تائید شوه، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د اړوندو ارګانونو په مرسته يې د پلي کېدو په موخه ګامونه واخلي.

د کابینې دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسیده.