د کابینې ۲۶مه غونډه؛ له بهر نه د افغان زندانیانو د انتقال اړوند کمېټه تائید شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۵) د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۶مه غونډه کې د لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدليې وزارتونو، سترې محکمې او د زندانونو چارو د سمون ادارې استازیو په ګډون له نور هېوادونو د افغان زندانیانو د را انتقالولو کمېټې جوړېدل تائید شول. همدارنګه دې غونډه کې د […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۵)
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۶مه غونډه کې د لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدليې وزارتونو، سترې محکمې او د زندانونو چارو د سمون ادارې استازیو په ګډون له نور هېوادونو د افغان زندانیانو د را انتقالولو کمېټې جوړېدل تائید شول.
همدارنګه دې غونډه کې د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د آقینې بندر – شبرغان او هرات – روزنک پورې د اورګاډې پټلۍ د جوړولو په موخه طرحه برابره او د کابینې ناستې ته يي وړاندې کړي.
غونډه کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د لوبو اړوندو ادارو او محتسبینو ته سپارښتنه وکړي چې د ځینو لوبو پر مهال نندارچیانو ته د لمانځه توصیه وکړي.
دا ناسته چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د شعبان المعظم ۱۳/کب ۱۵مه ترسره شوه، پکې د چارو ادارې لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د بندونو او هایدرو تخنیکي تاسیساتو د سروې، امکان سنجۍ، تفصیلي ډیزاین او بررسۍ پړاوونو اړوند طرحه و ارزوي او پایله دې يي د کابینې غونډه کې شریکه کړي.
د کابینې په دې غونډه کې کندهار کې د جامعه عمر د شویو کارونو د ارزونې او د پاتې کارونو د ترسره کېدو د لګښت په اړه د چارو ادارې لوی ریاست د استازي په مشرۍ هغه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې پکې د ماليې، کور او ښار جوړولو وزارتونو، ملي پراختیا شرکت، د کندهار ولایت مقام او کندهار ښاروالۍ استازي هم برخه لري.
په ناسته کې همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د (۲۲)مې ګڼې مصوبې د پرېکړې پر اساس د ګمارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د ارغنداب رود، هلمند رود او نورو رودونو له اوبو په واټرپمپونو د ګټې اخیستنې اړوند له سیمې لیدنه وکړي او له ځايي خلکو سره د ستونزې د حل په موخه خبرې وکړي.
د کابینې دا ناسته چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.