د کابینې ۲۳مه غونده د یو لړ پریکړو په ابلاغ سره تر سره شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۵) د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۲۳مه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه تائید شوه، چې د عملي کېدو پلان جوړونه يې له یاد وزارت سره په ملتیا اداري کمیسیون ته وسپارل شوه. په دې غونډه کې همدارنګه د یاد وزارت اړوند د […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۵) د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۲۳مه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه تائید شوه، چې د عملي کېدو پلان جوړونه يې له یاد وزارت سره په ملتیا اداري کمیسیون ته وسپارل شوه.
په دې غونډه کې همدارنګه د یاد وزارت اړوند د زرقي محلولاتو د فابریکي د فعالولو وړاندیز تائید شو، چې د پورته دواړو پرېکړو د تطبیق د لګښت اړوند مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د راتلونکي مالي کال بودجه کې يې په پام کې ونیسي.
دا ناسته چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د رجب المرجب ۲۲مه/سلواغې ۲۴مه ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
د کابینې په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی ریاست ته هم دنده وسپارل شوه، چې په غزني ولایت کې د اسلامی ثقافت مرکز په نوم ودانۍ تصرف خپل کړي او د ساتنې او څارنې په موخه يي بېل آمریت رامنځته کړي، د دې تر څنګ په دې مرکز کې سرپوښ بازار او مېلمستون د غزني تخنیکي پوهنتون ته وسپاري.
په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د عامي روغتیا وزارت د مرستیال په مشرۍ د ملي دفاع، کورنیو چارو او ماليې وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوی د هېواد په ځینو نظامي روغتونونو کې د طبي سامان الاتو له څېړنې وروسته د خوندي کېدو، ترمیم او ګټې اخیستنې اړوند تصمیم ونیسي.
دا ناسته چې هره دوشنبه ترسره کېږي، د خیر په دعا پای ته ورسیده.