د کابینې ۲۰مه غونډه؛ د امو سيند د تخريباتو د مخنيوي لنډمهال او اوږدمهال پلانونه جوړ او تطبيقيږي

د کابینې په ۲۰مه غونډه کې، چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه (رجب المرجب لومړۍ) چې د سلواغې له ۳مې سره سمون خوري دائره شوه، د قرآن عظیم الشان له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته د اجنډا پر اساس په مختلفو مسائلو بحث وشو. دې ناسته کې […]

د کابینې په ۲۰مه غونډه کې، چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه (رجب المرجب لومړۍ) چې د سلواغې له ۳مې سره سمون خوري دائره شوه، د قرآن عظیم الشان له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته د اجنډا پر اساس په مختلفو مسائلو بحث وشو.
دې ناسته کې د چارو ادارې لوی رياست د بررسي منازل رياست کړنلاره په لږ تغير سره تائيد او دغه راز د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې د افغانستان د قيمتي ډبرو، فلزاتو او کاني موادو نندارتونونو جوړولو اړوند د کانونو او پټروليم وزارت لخوا چمتو شوې طرحه تصويب شوه.
د کابينې په غونډه کې پر دې سربېره د چاپيريال ساتنې ادارې له لوري د ښکار، خوندي سيمو او د همدې سيمو د عوايدو راټولولو اړوند طرحې او پاليسۍ په اړه د تشکيلاتو او معاشاتو د تنظيم کمېسيون نظر هم تائيد شو.
همدا راز د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ياد وزارت د آمو سيند د څنډو د تحکيم رياست له لارې د امو سيند د تخريباتو د مخنيوي، تخريب شويو ځايونو د رغونې او تر تهديد لاندې سيمو او کورنيو د خونديتوب په هدف بيړني، لنډ مهال او اوږد مهال پلانونه جوړ او پلي کړي.
په دې اړه د ماليې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې که د اوبو او انرژۍ وزارت د مالي امکاناتو ستونزه لري، نو له اړوند کوډ څخه دې په عاجل ډول د پلانونو د تطبيق په موخه د اصولو مطابق مالي امکانات ورته برابر کړي.
د کابینې دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.