د کابینې ۱۹مه غونډه د یو لړ مهمو پریکړو په کولو تر سره شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کابینې په ۱۹مه غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندیزونه تایید شول، چې پر اساس به يي په ټولو امارتي ادارو کې تر ممکنه بریده له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګټه اخیستل پیل شي. د کابینې دا ناسته د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کابینې په ۱۹مه غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندیزونه تایید شول، چې پر اساس به يي په ټولو امارتي ادارو کې تر ممکنه بریده له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګټه اخیستل پیل شي.
د کابینې دا ناسته د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه (جمادی‌الثانی ۹مه) چې د مرغومي له ۱۲مې سره سمون خوري دایر شوه، د قرآن عظیم الشان له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کورني تولید او محصول د کارونې او مصرف اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه هم په عامه پوهاوي کې برخه واخلي، ضمناً باید د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فابریکو څښتنان با کیفیته او د باور وړ تولید لپاره وهڅوي.
د کابینې په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت د مرستیال په مشرۍ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال، د لويې څارنوالۍ د معاون او تخنیکي اشخاصو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د سالنګ لويې لارې تونل له نږدې وګوري او د تګ را تګ د ستونزو په تړاو دي طرحه د کابینې ناسته کې شریکه کړي.
همدارنګه یاد پلاوي ته دا دنده هم وسپارل شوه، چې شمال ته د سالنګ لويې لارې تر څنګ د بدیلي ترانزیټي لارې اړوند غور وکړي، چې څنګه، په څومره وخت او څومره امکاناتو کې برابرېدلی شي او بشپړ راپور دي کابینې ته وړاندې کړي.
په دې ناسته کې د سړو خونو د بیا رغونې او فعالیت په تړاو د اقتصاد وزارت وړاندیزونه هم تایید او پرېکړه وشوه، چې یاد وزارت، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونه او اړونده ارګانونه يي باید په تړاو اړیني کړنې ترسره کړي.
د کابینې دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.