د کابینې ۱۶مه غونډه کې پر مهمو مسائلو بحث او پریکړې وشوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د کابینې په ۱۶مه غونډه کې د نورو پرېکړو ترڅنګ د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو په پاتې قسطونو کې د تخفیف پرېکړه هم وشوه. دغه ناسته چې دوشنبه د جمادی الاول (۱۱مه) د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د کابینې په ۱۶مه غونډه کې د نورو پرېکړو ترڅنګ د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو په پاتې قسطونو کې د تخفیف پرېکړه هم وشوه.
دغه ناسته چې دوشنبه د جمادی الاول (۱۱مه) د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
دې ناسته کې د کابل ښار د شیخ زاید ښار ګوټي اوسیدونکو د غوښتنو د څېړنې په موخه د ګمارل شوي پلاوي له لوري وړاندې شوی نظر چې اوسیدونکي یې باید د ۱۴۰۱ مالي کال تر پایه د خپلو اپارتمانونو (۵۰) سلنه قسطونه تحویل کړي، نو د (۱۰) سلنه تخفیف څخه به برخمن شي، تایید شو.
همدا رنګه امارتي ارګانونو ته دنده وسپارل شوه چې د خپلو اړوندو غیر بودجوي شرکتونو، تصدیو او ادارو د زیاتو لګښتونو د مخنیوي، د عوایدو د ډېرېدو او د اړوندو چارو د سمون او ګټورتوب په هکله هر اړخیزه او اصولي ارزونه ترسره او بشپړ راپور دې له خپلو نظرونو سره مل د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمیسیون ته واستوي.
د کابینې دې غونډه کې د ۱۴۰۱ مالي کال د ۲مې ربعې د غیر مالیاتي عوایدو د کسر اړوند د ټاکل شوي پلاوي راپور هم واورول شو.
د کابینې دا ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.