د کابینې غونډه؛ په پنځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس کارځایونه جوړېږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۳۳مه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د چارو ادارې لوی ریاست دې د ځمکو د تصفيې ګمارل شوي پلاوي راپور لنډیز د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون ته واستوي، چې پر اساس يي پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار کې د ډبرو سکرو […]

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۳۳مه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د چارو ادارې لوی ریاست دې د ځمکو د تصفيې ګمارل شوي پلاوي راپور لنډیز د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون ته واستوي، چې پر اساس يي پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته بندۍ لپاره کارځایونه جوړېږي.
همدارنګه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د معاشونو د تنظیم او تشکیلاتو کمیسیون دې د ملي بس امارتي شرکت ته د امارتي وزارتونو او ادارو د اضافي وسایطو د لېږد په اړه د ماليې وزارت غوښتنه وڅېړي او لازم تصمیم ونیسي.
دا ناسته چې تېره سه شنبه د ذوالقعدې ۱۰مه/غبرګولي ۹مه د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ وشوه، پکې د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته د اجنډا پر اساس په مختلفو موضوعاتو بحث وشو.
د کابینې دې غونډه کې اداري کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې په نظامي مرکزونو کې له بهرنیو اشغالګرو ځواکونو پاتې شویو طبي وسایلو اړوند د څېړنې راپور په اړه له بشپړې ارزونې وروسته لازم تصمیم ونیسي.
همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د (TAP) ټاپ پروژې لپاره د سکرتریت رامنځته کولو د طرحې مسلکي ارزونه او تصمیم اقتصادي کمیسیون ته وسپارل شول.
دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.