د کابينې ۲۹مه غونډه؛ د لويو لارو په هر سل کیلو مترۍ او کابل ښار کې نوي مسجدونه جوړېږي

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۶) د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۹مه غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د لویو لارو په اوږدو کې د خپل پلان له مخې په هرو سلو کیلومترو کې یو باب مسجد چې د نارینه او ښځینه‌و لپاره بېل ځایونه او ټول ملحقات ولري، جوړ او ساتنه يې وکړي. د […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۶)
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۹مه غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د لویو لارو په اوږدو کې د خپل پلان له مخې په هرو سلو کیلومترو کې یو باب مسجد چې د نارینه او ښځینه‌و لپاره بېل ځایونه او ټول ملحقات ولري، جوړ او ساتنه يې وکړي.
د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون دې د لویو لارو پر سر د تیلو د ټانکونو مالکان له خپلو ټانکونو سره جوماتونو جوړولو ته وهڅوي.
همدارنګه کابل ښار کې د نویو مسجدونو د جوړولو په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې مناسب ځایونه مشخص او څېړنه دې د کابینې له ناستې سره شریکه کړي.
دې ناسته کې له ۱۳۸۱ څخه د ۱۳۸۹مالي کال تر پایه د ملکیتونو د مالکینو د کرایو په برخه کې د مالیاتي باقي‌دارۍ معافیت اړوند د ماليې وزارت وړانديز هم تصویب شو.
د کابینې دا غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د رمضان المبارک په پنځمه/د حمل اوومه ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
د کابینې دې غونډه کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې ملکي او نظامي ارګانونو ته د زرهي وسایطو او وسلو ګرځولو د جواز د ورکړې په اړه بحث وکړي او د تصمیم لپاره دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د بې اسنادو نقلیه وسایطو په اړه د ګمارل شوي پلاوي طرحه او روزګان کې په چنارتو ولسوالۍ پورې د ځینو سیمو اړوند کولو په موخه د پلاوي نظر تائید شول.
کابینې د خوړو او درملو ملي ادارې ته دنده وسپارله چې د بې کیفیته، غیر معیاري او په قاچاقي لارو د درملو واردولو د مخنيوي اړوند ځانګړی وړاندیز برابر او ریاست الوزراء ته وړاندې کړي، د دې تر څنګ اقتصادي کمیسیون باید له یادې ادارې سره په همغږۍ د درملو د بېلټي کولو موضوع پخپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.
د کابینې دا غونډه چې تېره دوشنبه ترسره شوه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.