د کابل ښار د ده افغانانو زیر زمینۍ څلورلاری ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۴) د دویمې ناحیې اړوند دده افغانانو زیر زمینۍ پر سر څلورلارې، د ښکلا چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۴) د دویمې ناحیې اړوند دده افغانانو زیر زمینۍ پر سر څلورلارې، د ښکلا چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: کابل ښاروالي د څلورلارو ښکلا او د ښار د آبادۍ په برخه کې ټینګه اراده لري او هڅه کوی څو د کابل ښار په اوسنۍ بڼه کې مثبت بدلون راولي.
نوموړي له خصوصي سکټور او ملي سوداګرو څخه چې، تر اوسه یې د پلانونو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې مننه وکړه.
د کابل ښاروالۍ چارواکي هیله لري چې، نور متشبیثین او ملي سوداګر هم دښار د ښکلا او نورو برخو کې له یادې ادارې سره ګډ کار وکړي، څو په دې توګه د کابل ښار نور هم ښکلی شي.
د ښار په دې مرکزي سیمه کې دغه څلورلارې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست د جوړ شوي ډیزاین له مخې، د سوپرکولا شرکت په مرسته د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د دوه میاشتو په موده کې، چې یو ګلدان، د ښاري ښکلا سمبول، د روښنایۍ څراغونه او کټارې هم پکې شاملې دي په معیاري توګه جوړه شوې ده.
ښاري ښکلا کولای شي ښاریانو ته ښه او هیله بښوونکی احساس ورکړي، له همدې کبله په تیر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په هڅو د ښار په نږدې (۲۰) څلورلارو کې د ښاري ښکلا پروګرام پلی شوی دی.