د کابل ښار؛ تر قلعه زمان خان پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹) د کابل ښار، د دولسمې ناحیې اړوند د بګرامیو او الوخیلو سیمو ترمنځ تر قلعه زمان خان پورې د امنیت پروژې د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم دوام لري. یاد سړک (۷۳۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره پراخوالی لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹) د کابل ښار، د دولسمې ناحیې اړوند د بګرامیو او الوخیلو سیمو ترمنځ تر قلعه زمان خان پورې د امنیت پروژې د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم دوام لري.
یاد سړک (۷۳۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره پراخوالی لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په بنسټیزه توګه جوړ شي.
د امنیت پروژې سړک یو له مهمو سړکونو څخه بلل کیږي، چې د بګرامیو سیمه له احمدشاه بابا مېنې او قلعه زمان خان سره نښلوي.
کابل ښاروالي پلان لري، څو د ښار په کچه په بېلابېلو سیمو کې د ښار د پراختیا په موخه، ورته نور سړکونه هم جوړ کړي.