د کابل ښار، د شهر نو پارک د بیارغونې چارې روانې دي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د شنوسیمو او تفریحي ځایونو د پراختیا په موخه، په معیاري توګه د شهرنو پارک بیارغونې چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د تیږو د تولید فابریکې له […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د شنوسیمو او تفریحي ځایونو د پراختیا په موخه، په معیاري توګه د شهرنو پارک بیارغونې چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي.
په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د تیږو د تولید فابریکې له تولیداتوڅخه په ګټه اخیستنې، د یاد پارک دننه ( ۵۲۴۶) مترمربع پلې لارې جوړ شوې او په پاتې نورو برخویې کارونه روان دی او دغه راز د دغه پارک په د ننه کې سړک هم په بنسټیزه توګه بیارغول شوی دی.
د شهرنوپارک د بیارغونې په دې پروژه کې د زرغونوسیموپراخول، د خړوب قطره اي سیسټم رامنځته کول، تیپیک کانتینونو، د لوبغالو او د اوبو د فوارو جوړول، د اوږدو څوکیو او تفریحي وسایلو نصب، او د ګلدانونو بیارغونه شامل دي، چې یو پر بل پسې به یې کارونه ترسره شي.
د شهرنو پارک چې په څلورمه ناحیه کې د کابل ښار یو له مهمو پارکونو څخه شمېرل کیږي، ( ۹۲۳۴۸) متر مربع پراخوالی لري، چې له بیا رغولووروسته به یې ښاریان په یاد پارک کې د مثبتو بدلونونو شاهدان و اوسي.