د کابل ښار، د خیرخانې کوتل د دویمې برخې سړک د پراختیا چارې پیل شوې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۲) د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او ترانسپورټي آسانتیاو ته د لاس رسي په موخه د خیرخانې کوتل د دویمې برخې سړک د پراختیا چارې د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري په داسې حال کې چې، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید یې ملتیا کوله د پټۍ په پرېکولو سره پیل […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۲) د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او ترانسپورټي آسانتیاو ته د لاس رسي په موخه د خیرخانې کوتل د دویمې برخې سړک د پراختیا چارې د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري په داسې حال کې چې، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید یې ملتیا کوله د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.
په یادو مراسمو کې د ریاست الوزار مرستیال د کابل ښار لپاره د کابل ښاروالۍ ترسره کړي فعالیتونه وستایل او خپل رضایت او کلک ملاتړ یې تري څرګند کړ، او ویې ویل چې، د کابل ښار د پراختیا او معیاري ودې په موخه به روان کال پرلپسې ګڼ شمېر پروژې پلې شي.
نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې،د پروژو په پلي کولو او د نورو خدماتو په وړاندې کولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال انجنیر عامر یاسر د خیرخانې کوتل د دویمې برخې سړک په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، د کوتل کیڼ اړخ ته دا سړک له سرای شمالي چوک د کوتل تر بازاره پورې غځیږي چې، ۳۷۱۰ متره اوږدوالی او ۲۷ متره پراخوالی لري او د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې پرې ۳۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د ښاغلي یاسر په وینا د دې پروژې چارې به تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي او د جوړولو چارې به یې د شپې او ورځې مهال په دریو کاري شفتونو کې روانې وي.
د خیرخانې کوتل د دویمې برخې سړک د جوړولو په چارو کې، پلې لارې، استنادي دیوالونه، لښتي، کرښې اچونه، تم ځایونه او د ترافیکي نښو نصبول شامل دي او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي.
یاد سړک د کابل- شمال یو مهم نښلوونکی او ترانزیټي سړک شمېرل کیږي چې لس ولایتونه له کابل ښار سره نښلوي.