د کابل مسلخ د فعالیت د پیل په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کابل ولایت، د کابل امنیه قومندانۍ او د مسلخونو د قراردادي شرکت د چارواکو د همغږۍ غونډه دکرنې، وزارت د مالي او اداري مرستیال په دفتر کې دائره شوې وه. دا غونډه، چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کابل ولایت، د کابل امنیه قومندانۍ او د مسلخونو د قراردادي شرکت د چارواکو د همغږۍ غونډه دکرنې، وزارت د مالي او اداري مرستیال په دفتر کې دائره شوې وه.
دا غونډه، چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ دایره شوې وه په کې د کابل والي شیخ قاسم خالد، د کابل ښاروال، د کابل امنیه قومندان او د کابل د مسلخ د قراردادي شرکت مسوول نصرت الله یوسفزی حضور دلود او په کابل کې د مسلخ د فعالیتونو د پیل په پار خبرې وکړې.
په دې غونډه کې نصرالله یوسفزی حاضرینو ته ددې مسلخ د فعالیتونو د څرنګوالی په پار تشریحات وړاندې کړل او حاضرو چارواکو ددې شرکت د فعالیتونو او نوښتونو څخه چې په صحي او اسلامي بڼه فعالیت کوي قدرداني او مننه وکړه.
دکرنې وزارت د صحي او باکیفیته غوښو د وړاندې کولو په پار دکابل، بلخ، هرات او کندز په ولایتونو کې معیاري مسلخونه جوړ کړي دي. دا مسلخونه د داوطلبۍ له لارې خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوي دي او د بلخ او هرات ولایتونو د دمسلخونو فعالیتونه پیل شوي دي.