د کابل جلال آباد پر لويه لاره د نظر آباد پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د کابل جلال آباد په لويه لاره د نظر آباد پل چې د سيلابونو راوتلو له امله ويجاړ شوی و د ملي دفاع وزارت ځوان وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په امر او د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو رهبری تر نظارت لاندې د قول اردو د انجينری مديريت […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د کابل جلال آباد په لويه لاره د نظر آباد پل چې د سيلابونو راوتلو له امله ويجاړ شوی و د ملي دفاع وزارت ځوان وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په امر او د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو رهبری تر نظارت لاندې د قول اردو د انجينری مديريت او کنډک په امکاناتو د جوړيدو چارې بشپړې او د ګڼو مسؤلينو له لورې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پټۍ په پريکولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دغه مراسمو کې د قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي وويل: چې د ياد پل چارې د دوه مياشتو په موده کې د مسلکي انجينرانو له لوري ترسره شوې او زياته يې کړه چې لګښت يې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد له لورې ورکړل شويدي.
همد رنګه د قول اردو د انجينری مدير د ياد پل د جوړولو چارو له پيل څخه تر بشپړيدو پورې بشپړ معلومات ورکړل او ډاډ يې څرګند کړ چې ياد پل په مسلکي توګه مضبوط جوړ شوی چې ان شاءالله تر ډيره به دوام وکړي.