د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه وشوه

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۰) د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن شنبه (د رمضان المبارک ۱۰مه) د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه. غونډه چې د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و، د قرانکريم په تلاوت پيل او ورپسې د تېرې […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۰)
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن شنبه (د رمضان المبارک ۱۰مه) د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه.

غونډه چې د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و، د قرانکريم په تلاوت پيل او ورپسې د تېرې غونډې د موضوعاتو په تعقيب پو شمېر پرېکړې وشوې.

د چارو ادارې لوی رياست په محوطه کې د جامع جومات جوړولو په اړه د دې ادارې دعوت او ارشاد رياست په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره ياده موضوع شريکه کړي او په دې برخه کې یې د همکاري هڅه وکړي.

همدا راز د معتمدينو او اجيرانو د تضمين د اجراء په اقساطو کې د اسانتياوو په رامنځته کولو او په اداره کې د اړیکو لپاره «سیسکو جابر» سيستم د فعالېدو او يو شمېر نورو موضوعاتو اړوند خبرې وشوې.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست اړوند ساحو کې د دې ریاست کارمندانو له لوري په رضاکارانه توګه د نيالګيو کېنولو په اړه هم بحث وشو.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.