د چارو ادارې لوی رئیس له صنعتکارانو او د سوداګرۍ خونې له استازو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور نن پنجشنبه (جمادی‌الثانی ٥ مه) د پانګونې او سوداګرۍ د اتاق له مدیره پلاوي او ځینو سوداګرو او صنعتکارانو سره په خپل دفتر کې ولیدل. د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس شیرباز کمین زاده په هېواد کې د سوداګرو او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور نن پنجشنبه (جمادی‌الثانی ٥ مه) د پانګونې او سوداګرۍ د اتاق له مدیره پلاوي او ځینو سوداګرو او صنعتکارانو سره په خپل دفتر کې ولیدل.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس شیرباز کمین زاده په هېواد کې د سوداګرو او صنعتکارانو د پانګونې لپاره د خوندي چاپېریال په اړه خوښي څرګنده کړه او د سوداګرو او صنعتکارانو په استازیتوب یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ خونې د اداري پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مهمند او یو شمېر سوداګرو خپل نظرونه او ځینې ستونزې د چارو ادارې له مشرتابه سره شریکې کړې او د دوی د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
شیخ الحدیث نورالحق انور په خپلو خبرو کې د هېواد د خودکفاۍ لپاره د پانګوالو او صنعتکارانو رول مهم وګاڼه او ویې ویل چې د افغانستان دښمنان نه غواړي چې دا هېواد پرمختګ وکړي او له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د ملي او نړیوالو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د پانګونې د زمینې برابرولو ظرفیت او وړتیا لري.
په وینا يي، د افغانستان اسلامي امارت دروازه د ټولو خلکو پر مخ په مساوي ډول خلاصه ده او رهبري د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو د هغو پانګونو ملاتړ کوي چې د هېوادوالو ګټې په پام کې ونیسي.
نوموړي سوداګرو او پانګوالو ته هم ډاډ ورکړ، چې د دوی د ستونزو د حل په موخه به له وزارتونو سره لازمې هڅې وکړي. دغه غونډه چې د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.