د چارو ادارې لوی رئيس: اسلامي امارت به هيچا ته د افغانانو ترمنځ د نفاق اچونې اجازه ورنه کړي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور نن سه شنبه (جمادی الثانی ۱۰مه) د افغانستان د اهل تشيع د مشکلاتو حل کميسيون له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وليدل او د هغوی د ستونزو د حل په اړه يې ورسره خبرې وکړې. په دغه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور نن سه شنبه (جمادی الثانی ۱۰مه) د افغانستان د اهل تشيع د مشکلاتو حل کميسيون له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وليدل او د هغوی د ستونزو د حل په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د ياد پلاوي په استازيتوب مولوي حافظ ذاکرالله قانت او محمد حسن شريفي بلخابي خبرې وکړې او خپلې ستونزې يې له شيخ الحديث نور الحق انور سره شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
شيخ الحديث نورالحق انور ياد پلاوي ته د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د (د افغانستان د اهل تشيع د مشکلاتو د حل کميسيون) د ستونزو د حل په اړه يې له اړوندو مسؤلينو سره خبرې کړي او په دې اړه به نور اقدامات هم وکړي.
شيخ الحديث نورالحق انور وويل چې اسلامي امارت به هيچا ته د افغانانو ترمنځ د نفاق اچونې اجازه ورنه کړي او افغانان بايد د ملي يووالي لپاره د خپلو شخصي ګټو په ځای ملي ګټو ته ارزښت ورکړي.
د چارو ادارې لوی رئيس وويل چې اوس د افغانانو د يووالي لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی او په اسلامي امارت کې د افغانانو ترمنځ ژبني، سمتي او نژادي توپير ته ځای نشته.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګد کور دی. د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ولسونو حقوقو ته د رسیدګي او هیوادوالو ته د هوسا او باعزته ژوند چاپیریال برابرولو اړوند قاطع تصمیم لري، چې هیڅ ډول دسیسې او تهدیدونه یې په مخکې خنډ نه شي جوړیدای، په دې برخه کې ګډو هلو ځلو ته اړتیا ده.
په پای کې ياد پلاوي د چارو ادارې لوی رئيس څخه د مننې ترڅنګ له اسلامي امارت څخه د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.