د چارو ادارې فرهنګي رياست د بادغيس ورزشي جمنازيوم په اړه د همغږۍ غونډه جوړه کړه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) په بادغيس ولايت کې د ورزشي جمنازيوم په اړه د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ او د کورنيو چارو وزارت او بدنې روزنې رياست د استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه نن چهارشنبه (رجب المرجب ۱۷ مه) د چارو ادارې لوی رياست د […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) په بادغيس ولايت کې د ورزشي جمنازيوم په اړه د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ او د کورنيو چارو وزارت او بدنې روزنې رياست د استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه نن چهارشنبه (رجب المرجب ۱۷ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور وويل؛ اسلامي امارت د هېواد له ورزشکارانو څخه هر اړخيز ملاتړ کوي او زياته يې کړه چې لازمه ده د بادغيس ولايت له مقام سره د ورزشي جمنازيوم څخه د استفادې په اړه همغږي وشي.

په دغه غونډه کې د کورنيو چارو وزارت او بدني روزنې رياست استازو هم په بادغيس ولایت کې د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې.

په پای کې پرېکړه وشوه چې ياد جمنازيوم به د بدنې روزنې عمومي رياست ته وسپارل شي او ترهغې چې د بادغيس ولايت مقام ته د غونډو تالار جوړيږي؛ د ولايت مقام به هم ورڅخه د غونډو لپاره استفاده کوي.

دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.