د چارو ادارې اوونيزه اداري غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه «د رجب المرجب ۲۰ مه» د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د چارو ادارې لوی رياست بېلابېلو ریاستونو او جانبي واحدونو رئيسانو او مسؤلينو برخه اخيستې وه. دغه […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه «د رجب المرجب ۲۰ مه» د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د چارو ادارې لوی رياست بېلابېلو ریاستونو او جانبي واحدونو رئيسانو او مسؤلينو برخه اخيستې وه.
دغه اداري غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې شيخ الحديث نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه او مسؤلينو ته يې له وظيفوي غفلت څخه د ځان ساتنې او د چارو ژر او په ښه توګه سرته رسولو سپارښتنه وکړه.
ورپسې د تېرې غونډې په تعقیب په يو شمېر موضوعاتو بحث وشو چې پکې د ملي تدارکاتو رياست او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په ډيپوګانو کې د اجناسو د معلوماتو په اړه پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو په يادو ډيپوګانو کې اجناس معلوم او په اړه يې راتلونکې غونډې ته معلومات وړاندې کړي.
همد راز په دې اداري غونډه کې په يو شمير نورو موضوعاتو هم بحث وشو او دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.