د چارو ادارې اونیزه اداري غونډه وشوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۶) د چارو ادارې لوی ریاست اونیز اداري غونډه نن شنبه د (رجب المرجب ۶مه) د دې ریاست د رئیس شیخ الحدیث نور الحق انور په مشرۍ ترسره شوه. دغه غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل، د اصلاحي بیان او د تېرې غونډې د پریکړو له تعقیب وروسته […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۶) د چارو ادارې لوی ریاست اونیز اداري غونډه نن شنبه د (رجب المرجب ۶مه) د دې ریاست د رئیس شیخ الحدیث نور الحق انور په مشرۍ ترسره شوه.
دغه غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل، د اصلاحي بیان او د تېرې غونډې د پریکړو له تعقیب وروسته د اجنډا مطابق په بېلابېلو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې د کمال خان بند د کانالونو څخه د ګټې اخیستنې او په بېلابېلو ولایتونو کې تر کار لاندې پروژو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
همدارنګه دې غونډه کې له بګرام هوايي ډګر څخه ملي پراختیا شرکت ته د وسایطو د انتقالولو د مصارفو په اړه هم بحث وشو.
د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست په دې اداري غونډه کې د ټکنالوژۍ ریاست د سرور رومونو د ساتنې او څارنې او د چارو ادارې لوی ریاست د جامع جومات په کار کې د چټکتیا په اړه هم بحث او لازم هدایات صادر شول.
د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه اداري غونډه چې هر شنبه دایرېږي د خیر په دعا سره پای ته ورسېده