د چارو ادارې اونیزه اداري غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن شنبه «د رجب المرجب ۲۷ مه» د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه. دغه اداري غونډه چې چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن شنبه «د رجب المرجب ۲۷ مه» د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه.
دغه اداري غونډه چې چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه واخيسته.
په غونډه کې د تېرو غونډو په تعقیب د چارو ادارې لوی رياست کارمندانو د روغتيايي خدماتو په اړه بحث وشو او ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو په دې اړه معلومات راټول او نهايي راپور يې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د کارمندانو د حاضرۍ، ټرانسپورټ او يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.